زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-18  |  2024-04-27  |  تازه شوی په: 2024/04/27 - 06:53:0 FA | AR | PS | EN
په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی             ملا برادر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سره پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی             افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو             امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ             ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی             اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار             د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری             پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه             زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي             د "سوري زړه په ناروغۍ" اخته ۱۵ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شو             افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې             ایران، اسرائیل کړکېچ؛ د تاوتریخوالي کمېدو هیله رامنځته شوې             د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی محمد عمر جان وژل شوی             ایران پر اصفهان ښار د اسرائیلو د برید راپورونه رد کړل             پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر            

تاريخ النشر: 2024/01/31 - 04:38:3
زيارة: 170
مشاركة مع الـأصدقاء

د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
 د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟

انصار: (د سلواغه31مه)، ډالرو له تېرو دوو کلونو راهیسې یې په هېواد کې ثابت حالت نه دی پیدا کړی او کله یې بیې لوړې او کله هم ټیټې وي چې په دواړو حالتو کې خلک زیانمنېږي.

د یادولو وړ ده چې تیره ورځ په کابل ښار کې یو ډالر په ۷۶ افغانۍ هم وپلورل شو چې له تېرو ورځو سره یې بیې ډېر توپیر لري.

په کابل کې یو شمېر هټیوال وايي چې د ډالرو په پورته کېدو سره په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو په لوړېدو کې د پام وړ زیاتوالي راغلی او دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

هټیوال میزا حسین وايي، د ډالرو په لوړېدو سره د خوراکي توکو په بیو کې زیاتوالی راغلي او دوی هم مجبور دي چې د ډالرو بیو مطابق خپل توکي وپلوري.

« ډالر چې ښکته وي نرخونه هم ښکته، چې پورته شي نرخونه هم ورسره لوړېږي. د درېیو ورځو په جریان کې د یو کارټن غوړیو بیه کې تر ۵۰ افغانیو زیاتوالی راغلی.»

خو دا چې د ډالرو د بیو ثابت حالت پاتې کېدو لپاره باید څه وشي؟ په دې اړه د اقتصادي چارو شنونکی نازک میر زیارمل وایي:

«دلته د حکومت او د افغانستان بانک دنده دا ده چې دوی باید تورم کنټرول کړي او داسې پولی سیاست غوره کړي چې موږ له ستر نوساناتو سره مخ نه شو او د دې تر څنګ دوی باید کافي ډالر په اختیار کې ولري. له نړۍ سره باید اقتصادي تعامل هم ورغول شي.»

په کابل کې د صرافانو ټولنې رییس حاجي عبدالرحمن ځیرک هم مني په دې وروستیو کې په مارکېټونو کې د اسعارو نوسانات زیات شوي، خو ډاډ ورکوي چې دغه نوسانات د اندېښنې وړ نه دي او دا یو معمول امر دی.

نوموړی وايي، دا چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې ښکته او یا هم پورته کېږي، تر ډېره د عرضې او تقاضا مسله ده چې کله ډالرو او کله افغانیو ته اړتیا زیاتېږي.

« زما په نظر د افغانستان بانک په کافي اندازه په خپلو ذخایرو کې بهرني اسعار لري او دا مسله د ااندېښنې وړ نه ده او کولی شی د افغانیو ارزښت لوړ وساتي.»

بلخوا، د افغانستان بانک مسوولین وايي چې یاد بانک پر دې توانېدلی چې په تېر یو کال کې د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت تر یوې کچې کنټرول کړي.

د افغانستان بانک ویاند حسب الله نوري کلید راډیو ته وویل چې په بازارونو کې د مبادلې په نرخونو کې د نوساناتو راتګ یا د بیو لوړېدل او ټیټېدل یوه عادي امر دی او په وینایې، د افغانستان بانک په بازارونو کې څارنه کوي، تر څو د نوساناتو مخه ونیسي.

« د افغانستان بانک پولي سیاست له بېلا بېلو ابزارو څخه کار اخلي چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورنه کړي.»

هېوادوال هم له دولت څخه غواړي چې د هغو بهرنیو اسعارو د بیو ارزښت ثابت ساتلو لپاره جدي هڅې وکړي چې د لوړېدو او ټیټېدو په صورت کې پر کور دننه په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو پر لوړېدو ژر اغېز لري.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29903






*
*

*



قرأ

ملا برادر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سره پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی


د ایران له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو وارداتو زیاتوالی


د هرات‌ـ خواف اوسپنې پټلۍ دویمې برخې جوړولو قرارداد لاسلیک شو


سوداګریز او سیاسي مسایل دې سره بېل شي


اسپانیا د افغانستان سره یو میلیون یورو مرسته وکړه


پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق بیا پور اخلي


اذربایجان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دی


آیا د طالبانو حکومت اقتصادي لاسته راوړنې لري؟


د روان کال اپریل میاشت کې؛ د کاسا زر پروژې عملي چارې پیلیږي


د افغانستان بانک رئیس: افغانۍ اوس با ارزښته کرنسي ده


له افغانانو سره د ۲۰ میلیونه یورو مرسته


د صنعت او سوداګرۍ په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته تللی


د قوشتېپې کانال د دویم فاز د چارو چټکتیا


د چمن او سپین بولدک تر منځ د سوداګريزو چارو پیل


منځنۍ اسیا سره د افغانستان د تېر یوه کال د سوداګرۍ ارقام خپاره شو


په افغانستان کې د چین د پانګونو پر ژمنو د اشرف غني نیوکې


د افغانستان په ۱۲ بندرونو کې الکترونیکي تذکرې نصبیږي


د ۱۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۱۰ میاشتو کې د افغان صادراتو ادعا


افغانستان بانک د یو شمېر زیانمنو بانکنوټونو د بدلولو خبر ورکړ


د ټولو دولتي شرکتونو خپلواکه اداره مو جوړه کړه


کابل کې نن ۱۵ میلیونه ډالره لیلامیږي


په جرمني کې د افغاني غالیو نندارتون جوړ شو


افغانستان کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوم


د افغانستان بانک نوي بانک نوټونه وېشي


په افغانستان کې د څه باندی ۱۰ میلیارده ډالرو د پانګونې لېوالتیا ښودل شوې





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان